۱
اې مسلمانه ته خپل پالونکي ته اړ یې ... ستا د اړتيا پوره کوونکی همغه دی، دا دي ماثورې دعاوې درته وړاندې کوم ... له زړه څخه ځان ورته تیار کړه، دا د هر خیر ترلاسه کوونکې دعاوې دي، څومره چې کولی شې ترې يادې یې کړه، ډیرې دعاوې به داسې وي چې ستا د هرې اړتيا لپاره به بسنه کوي، ځکه دا داسې دعاوې دي چې توري یې کم او معناوې یې پراخه دي، ستا څخه یوازې د زړه حضور او خپل رب ته عاجزي غواړي...