٥

«اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآَجِلِهِ مَا عَلِمْتُ مِنْهُ، وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ مُحَمَّدٌ (صلی الله علیه وسلم)، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ مِنْهُ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ تَقْضِيهِ لِي خَيْرًا»
{وهو من جوامع الدعاء وكوامله}

اې الله! زه له تا څخه د هرې ښیګڼې سوال کوم، کومه چې زر راتلونکې وي او کومه چې وروسته راتلونکې وي، که زه له هغې خبر وم او که نا خبر، او زه پر تا د هر شره پناه غواړم کوم چې زر راتلونکی وي او کوم چې وروسته راتلونکی وي، که زه ترې خبر وم او که نا خبره، اې الله! زه له تا د هر هغه خیر غوښتنه کوم، کوم چې له تا څخه ستا بنده او نبي (محمد (صلی الله علیه وسلم)) غوښتی دی، او زه پر تا له هغه شره پناه غواړم له کومه چې ستا بنده او نبي (محمد (صلی الله علیه وسلم)) له تا پناه غوښتې ده، اې الله! زه له تا جنت او هر هغه وينا او کړنه غواړم کوم چې جنت ته نېږدې کول کوي، او زه پر تا د اور او هر هغه وينا او عمل څخه پناه غواړم کوم چې اور ته نېږدې کول کوي. او زه ستا څخه ددې سوال کوم چې کومه پرېکړه ته زما په حق کې کوې هغه ماته غوره وګرځوه.

دا د بشپړه او هراړخيزه دعاوو له ډلې څخه ده

5/19