۳

«وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا، وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ، إِنَّ صَلَاتِي، وَنُسُكِي، وَمَحْيَايَ، وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا شَرِيكَ لَهُ، وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ، اللهُمَّ أَنْتَ الْمَلِكُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَنْتَ رَبِّي، وَأَنَا عَبْدُكَ، ظَلَمْتُ نَفْسِي، وَاعْتَرَفْتُ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي ذُنُوبِي جَمِيعًا، إِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ، وَاهْدِنِي لِأَحْسَنِ الْأَخْلَاقِ لَا يَهْدِي لِأَحْسَنِهَا إِلَّا أَنْتَ، وَاصْرِفْ عَنِّي سَيِّئَهَا لَا يَصْرِفُ عَنِّي سَيِّئَهَا إِلَّا أَنْتَ، لَبَّيْكَ وَسَعْدَيْكَ وَالْخَيْرُ كُلُّهُ فِي يَدَيْكَ، وَالشَّرُّ لَيْسَ إِلَيْكَ، أَنَا بِكَ وَإِلَيْكَ، تَبَارَكْتَ وَتَعَالَيْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ»
{وهو من أدعية استفتاح الصلاة، خاصة في صلاة قيام الليل}

ما خپل مخ هغه ذات ته وګرځوو چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي، په داسې حال کې چې د حق دین ملګری یم، او له مشرکانو څخه نه یم، په رېښتیا زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ یوازې د هغه الله لپاره دي چې د مخلوقاتو پالونکی دی، شریک نه لري، او ماته پردې امر شوی، او زه له مسلمانانو یم. اې الله! ته پاچا یې، له تا پرته بل د عبادت وړ نشته، ته زما پالونکی یې، او زه دې بنده یم، پر خپل ځان مې ظلم کړی، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو زما ټول ګناهونه راته وبښه، په رېښتیا چې ګناهونه له تا پرته بل څوک نشي بښلی، د ښو اخلاقو لارښوونه راته وکړه، او ښو اخلاقو ته یوازې ته لارښوونه کوې، او بد اخلاق را څخه لرې کړه، بد اخلاق را نه یوازې ته لرې کولی شې، ستا بلنه مې منلې ده، او ستا خدمت ته ولاړ یم، خیر ټول ستا په لاسونو کې دی، او شر تا لره شر نه دی،او په تا مې تکیه ده، او تاته به درځم، ته دې برکت څښتن یې او اوچت یې، له تا نه بښنه غواړم، او تا ته توبه باسم. 

دا د لمانځه د پيل له دعاوو څخه ده په ځانګړي ډول د تهجد د لمانځه لپاره

3/16