٥
پنځم: د دعا غوښتونکي خوراک او څښاک باید له حرامې ګټې څخه نه وي، ځکه دا کار د دعا د قبلېدو پر وړاندې یو خنډ دی. د ابو هریرة رضي الله عنه په حدیث کې راغلي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یادونه وکړه چې یو سړی به اوږد سفر کوي (چې د سفر د ستړتا له کبله یې) د سر وېښتان ببر، ځان او جامې یې ګرد جنې وي، د (دعا لپاره به) آسمان خواته لاسونه پورته کوي او وایي به اې ربه اې ربه، په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي او څښاک یې حرام وي او جامې یې له حرامو وي او په حرامو را لوی شوی وي نو دداسې کس دعا به څنګه قبوله شي.