٤
څلورم: الله تعالی ستا په توبه او د هغه لوري ته په رجوع کولو خوشحاليږي که څه هم ته د خپلو ګناهونو له کبله له هغه هرڅومره لرې والی ولرې، پام کوه چې ستا زړه ته د دعا نه قبلېدو فکر او د الله له رحمت څخه مایوسي لار پیدا نه کړي، بلکې دېته پام وکړه چې الله تعالی ستا په توبه کولو او هغه ته په رجوع کولو څومره خوشحالیږي سره له دې چې هغه بې نیازه ذات دی.
د الله تعالی دا قول در په یاد کړه چې فرمایي: «په یقیني ډول الله تعالی ټولې ګناوې بښي». [الزمر: 53] او فرمایي: «او زما بندګان که ستا څخه زما په اړه پوښتنه وکړي، نو زه ډېر نېږدې یم د بلونکي دعا اورم او ځواب ورکوم کله چې هغه ما وبولي». [البقرة: 186]