۱٢

* د شرعي دم لپاره څه شروط او یادونې دي چې پاملرنه ورته په کار ده، چې په لاندې ډول دي:

۱- دم باید له قرآن کریم او سنتو څخه اخېستل شوی وي او له شرکیاتو او بدعاتو او محرماتو څخه یې الفاظ او طریقه پاکه وي.

۲- مسلمان باید له خپل رب سره تعلق جوړ کړي او پر هغه بروسه وکړي او په دې باید پوه شي چې دا دم یوسبب دی د الله له خوښې پرته تاثیر نه لري.

۳- دم باید د تجربې په ډول تر سره نه کړي، بلکې د هغې په تاثیر باید ایمان(باور) ولري، دم کوونکی او دم اخېستونکی دواړه باید د دم په تاثیر او پردې باور ولري چې په دې کې دده لپاره شفا ده.

۴- د قرآن کریم ټولو آیتونو کې شفا ده، الله تعالی فرمایی: مونږ ددغه قرآن په لړ کې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره پکې شفا او رحمت دی.

۵- د ناروغ لپاره غوره داده چې په خپله ځان دم کړي، دا د ناروغ لپاره ډېره ګټه لري ځکه چې دی به ډېر په رېښتینولی سره خپله اړتيا او ضرورت خپل رب ته ښکاره کوي، او اخلاص په دم کې تاثیر لري.

12/12