٩

(د دعا غوښتونکي) دعا بايد د الله تعالی پر صفت او ستاينه مشتمله وي ځکه چې الله تعالی دا خوښوي چې بنده يې پر ستاينه مشغول شي او د ثناء په ویلو د هغه (الله) عبادت وکړي کنه نو الله تعالی خو له خپلو بنده ګانو څخه بې نیازه دی. په صحیحینو کې د عبدالله بن مسعود په حدیث کې راغلي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: له الله زیات هیڅوک هم د ځان ستاینه نه خوښوي له همدې کبله هغه د خپل ځان ستاینه کړې.

9/10