٨

(دعا کوونکی) بايد دعا په پټه وغواړي او خپل غږ پرې پورته نه کړي، الله تعالی فرمایي: «خپل رب په زاریو زاریو او په پټه پټه را وبولئ..». [الأعراف: 55]

په پټه دعا غوښتل اخلاص ته ډېر نېږدې وي.، همدا لامل دی چې الله تعالی د زکریا علیه السلام د (پټې) دعا ستاینه کړې او فرمایي: «...(یاد کړه هغه وخت) کله چې هغه خپل رب په پټه پټه وباله». [مريم: 3] له مفسرینو یو امام فرمایي چې هغه (زکریا) د اخلاص پر بنسټ پټه دعا غوښتې وه.

8/10