٧

(دعا کوونکی) باید د دعا توري تکرار کړي او له الله تعالی څخه په ټينګار غوښتنه وکړي؛ ځکه د ابن عباس رضي الله عنهما په حدیث کې راځي: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې کله خپلو صحابه وو ته د بدر(غزا) په ورځ دعا کوله نو ويې فرمایل: اې الله ماسره کړې ژمنه پوره کړه، اې الله ماته هغه څه راکړه چې له ماسره دې ژمنه کړې. او تر هغه یې له خپل رب تعالی څخه دعا غوښتله تر څو یې له اوږو څخه څادر ولویدو، ابوبکر رضي الله عنه ورپسې و او ورته یې ویل اې د الله نبي له خپل رب څخه دومره دعا غوښتنه درته بسنه کوي.

همدا ډول په صحیحینو کې د ابو هریرة رضي الله عنه په حدیث کې راغلي: کله چې نبي (صلی الله علیه وسلم) د دوس(قبیلې) لپاره دعا کوله نو ویې فرمایل: اې الله دوس ته هدایت وکړې او هغوی (د اسلام په حالت کې) راولې، اې الله دوس ته هدایت وکړې او هغوی (د اسلام په حالت کې) راولې.

7/10