٦

(دعا کوونکی) بايد له الله تعالی څخه د اسماء الحسنی په واسطه دعا وغواړي او هرځل له دعا سره مناسب اسم غوره کړي، نو که له الله تعالی د روزۍ دعا غواړي نو وبه وایی اې رازقه! او که له الله تعالی د رحمت غوښتنه کوي نو وبه وایي چې اې رحمان او رحیم ذاته او که له الله څخه عزت غواړي نو و دې وایي: اې عزیزه، او که له الله تعالی مغفرت غواړي نو به وايي: اې غفوره(بښونکیه) او که له الله تعالی شفا غواړي نو و دې وايي: اې شافي (شفا ورکوونکیه) نو په همدې ډول دې دخپلې دعا په مناسبت د الله د نومونو په واسطه دعا غواړي، ځکه الله تعالی فرمایي: «الله لره غوره نومونه دي، پر همغه غوره نومونو يې وبولئ». [الأعراف: 180]

6/10