٥
باید (دعا کوونکی) په داسې حال کې له الله تعالی دعا وغواړي چې پر الله تعالی نیک ګمان ولري او په دې باور ولري چې دعا مې قبلیږي او د دعا په قبلېدو کې له بيړې کار وانخلي بلکې په دې ډاډ من اوسي چې الله تعالی به دده دعا قبلوي. له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: د بنده دعا تر هغه وخته قبلیږي ترڅو چې د ګناه او صله رحمی پرې کولو دعا ونه غواړي او ترڅو چې بيړه ونه کړي، وویل شول چې اې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بيړه څه ته وایي ؟ ویې فرمایل: (دا چې) ووایي څو څو ځلې مې دعا وغوښته داسې ښکاري چې دعا مې نه قبلیږي، نو داسې مهال دا کار ناشونی وګني او نوره دعا کول پرېږدي.