باید (دعا کوونکی) خپله دعا د الله تعالی په ستاینه او د هغه د رسول (صلی الله علیه وسلم) په درود پیل کړي . ځکه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صحابي فضالة بن عبید په حدیث کې راغلي چې فرمایي: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یو کس ولیدو چې په لمانځه کې یې (په داسې حال کې) دعا غوښته چې نه یې د الله تعالی حمد بیان کړ او نه یې پر رسول الله درود وویلو نو رسول الله وفرمایل: دې کس بيړه وکړه بیایې هغه راوغوښتو او ورته یې وفرمایل: کله چې ستاسې یو کس لمونځ کوي نو د الله تعالی له حمد څخه دې پیل کوي او بیا دې پر نبي (صلی الله علیه وسلم) درود ووایي بیا دې وروسته له هغې دعا کوي څومره یې چې خوښه وي.
که چېرته (دعا کوونکی) د الله له ستاينې پیل وکړي په ځانګړي ډول د ستاینې له هغو آیتونو څخه چې د ځينو سورتونو په پیل کې راغلي (کوم چې به وړاندې راشي) بیا پر نبي (صلی الله علیه وسلم) درود ووایي بیا د الله تعالی څو ډوله ستاينه بیان کړي ځينې به یې وړاندې راشي نو (دا دعا) به قبلېدو ته ډېره نېږدې وي.