۱

باید (دعا کوونکی) په داسې حال کې دعا وکړي چې پاک وي او اودس ورته وکړي لکه د لمانځه لپاره یې چې کوي، د ابو موسی رضي الله عنه په حدیث کې راځي کوم چې په صحیحینو کې راغلی چې د ابو موسی تره ابوعامر هغه ته وصيت وکړ چې د نبي (صلی الله علیه وسلم) څخه زما لپاره دعا وغواړه نو ابو موسی له نبي (صلی الله علیه وسلم) څخه دعا وغوښته نو رسول الله اوبه راوغوښتې او اودس یې پرې وکړو بیا یې لاسونه پورته کړل بیایې وفرمایل:اې الله عبید ابوعامر ته بښنه وکړې، تردې پورې چې ما د هغه (صلی الله علیه وسلم) د بغلونو سپینوالی ولیدو،بیایې وفرمایل: اې الله هغه په ورځ د قیامت د خپلو ډېرو مخلوقاتو یا خلکو څخه پورته وګرځوې. .

1/10