۱
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على رسوله الكريم، وعلى آله وصحبه أجمعين.
په دې ښکلي کتاب کې د هراړخيزه دعاوو بېلابېل ډولونه ځای پر ځای شوي لکه د الله تعالی ستاینه، قرآني دعاوې، نبوي دعاوې، د پناه غوښتلو دعاوې، د شرعي دم دعاوې، د سهار او ماښام اذکار او همدا ډول د دعاء آداب. زیار مې ایستلی چې مستندې او صحیحې دعاوې راټولې کړم ترڅو هر مسلمان دا کوښښ وکړي چې هغه دعاوې وغواړي کومې چې په قرآن او احادیثو کې راغلې او ډېر خیر پکې رانغښتی دی.
هره دعاء مې په عربي ژبه د پښتو ژباړې سره لیکلې.
د دعاوو د سند لپاره مې احادیث ددې کتاب په پای کې لیکلي.
له الله تعالی څخه غواړم چې دا عمل خالص وګرځوي، وصلى الله وسلم على بنينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
لیکنه
د. عبدالله بن حمود الفريح
پښتو ژباړه
ابوالحسن الکابولي
۵ محرم ۱۴۴۲